رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو په حواله ويلي، څو کاله وړاندې امريکا داسې مالومات ترلاسه کړل چې د القاعده شبکې مشر ايمنالظواهري د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو قبايلي سيمو کې اوسي.
دې چارواکو ويلي، چې امريکا له هماغه وخت را په دېخوا د الظواهري د پيدا کولو په هڅه کې وه او په خبره يې د نوموړي د موندلو دې هڅو له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم دوام وکړ.
رويټرز په خپل راپور کې د يادو امريکايي چارواکو له قوله زياته کړې، چې د دې هڅو په ترڅ کې د تېرې اپرېل پرمهال د امريکا استخبارات د الظواهري د اوسيدو ځای په اړه باوري شول.
دوی ويلي، دا باور هغه وخت رامنځته شو، کله چې د الظواهري ميرمن، لوڼې او نور ماشومان کابل کې يوه خوندي کور ته ولېږدول شول.
راپور زياتوي، چې د نوموړي د موندلو په موخه مالومات د پرمختګ په حال کې وو او بلاخره په هغه کور کې چې د الظواهري د کورنۍ غړي اوسېدل، د نوموړي د موجوديت نښې هم ښکاره شوې.
په راپور کې د يوه مهم طالب چارواکي چې نوم يې نه دی ياد شوی خبرې هم را اخيستل شوي. دې طالب چارواکي روېټرز ته ويلي، چې الظواهري په لومړيو کې هلمند کې اوسېده او له هغې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بشپړ حاکميت ترلاسه کړ، کابل ته ولېږدول شو.
د روېټرز د راپور له مخې، د الظواهري د وژلو په موخه لومړۍ ناسته په سپينه ماڼۍ کې د تېرې جولای په اوله وشوه او په کې ولسمشر جوبايډن ته تر لاسه شوي هغه استخباراتي مالومات وړاندې شول، چې په کابل کې د الظواهري د ځای په اړه راټول کړای شوي وو.
د همدې مياشتې په نيمانيي کې بله ناسته چې ولسمشر بايډن، د نوموړي د ملي امنيت سلاکار جک سوليوان او د استخباراتو رئيس ويليم بورن په کې ګډون درلود، ترسره شوه او په کې پر هغه کور د بېپيلوټه الوتکې په وسيله د عملياتو پرېکړه وشوه چې الظواهري په کې ميشت و.
د يادې پرېکړې پرمهال ولسمشر بايډن ټينګار درلود، چې په کابل کې دغه عمليات بايد په داسې توګه ترسره شي، څو ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله وانه وړي.