د پاکستان بهرنيو چارو وزارت تازه ادعا کړې چې په افغانستان کې ځيني وسلهوالې دلې له پخوا راهيسې موجودې دي او زياته کړې يې ده، چې دا ډلې په خپله د افغانستان، پاکستان او د سيمې هېوادونو د امنيت او ثبات لپاره خطر پېښولي شي.
د دې وزارت وياند عاصم افتخار يوه خبري کنفرانس ته ويلي، چې دا يو شريک خطر دی او د مخنيوي په موخه يې د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ او ښکېلتيا ته اړتيا ده.
نوموړي د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې، چې د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړيکو او دغلته د القاعده جنګياليو د موجوديت په اړه په کې تمرکز شوی ويلي، د طالبانو له لوري هغه ډاډ ته هيلهمندي شته چې ګواکې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته خطر نه پېښېږي.
عاصم افتخار زياته کړې، هېوادونه کولی شي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د وړتيا لوړونې په شمول له مختليفو لارو همکاري وکړي، څو د نوموړي په خبره په دې توګه طالبان په خپله په مؤثر ډول يادې ډلې له منځه يووسي.
نوموړي د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې په تړاو د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې پاکستان به په دې برخه کې د سيمي هېوادونو له چلند او توافق سره سم عمل وکړي.
د افتخار په خبره، که څه هم موده وړاندې د پاکستان په شمول ځيني هېوادونه د طالبانو په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې په اړه پرېکړې ته نږدې شوي وو؛ خو د طالبانو له لوري پر ځينو ژمنو عمل نه کول د دې سبب شول چې ياد هېوادونه خپلې پرېکړې وځنډوي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت دې وياندې زياته کړې، دامهال د پاکستان او ځينو نورو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي؛ خو وايي دا په دې مانا نه ده چې ګواکې ياد هېوادونه د افغانستان اوسنی حکومت په رسميت پېژني.
رويداد خبري اژانس د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د چارواکو دې څرګندونو په اړه د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي ځواب وغوښت، خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل.