Home » افغانستان » شاهنګهای سازمان: ط.البان بايد د افغانستان په اړه د نړيوالو اندېښنو ته ځواب ورکړي

شاهنګهای سازمان: ط.البان بايد د افغانستان په اړه د نړيوالو اندېښنو ته ځواب ورکړي

د شانګهای د همکاریو سازمان وايي، اړتيا ده چې ط.البان د نړيوالو هغو اندېښنې او پوښتنو ته ځواب ورکړي، چې د افغانستان اړوند په بېلابېلو برخو کې يې لري.

د دې سازمان رئيس ژانګ مينګ پرون جمعه ناوخته د (چنګاښ په ۳۱مه) په اسلام‌اباد کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري سره ليدلي او په دې ليدنه کې يې، د طالبانو له لوري د نړيوالو اندېښنو ته پر ځواب ويلو ټينګار کړی دی.

دوی دواړو ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د ټولو خلکو اساسي حقونو ته درناوی له ډلې يې د نجونو زده‌کړو د اجازې ورکولو او دغه راز په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه هڅو ته جدي اړتيا ده.

دواړو لورو د امنيت، سوداګرۍ او په اقتصاد په برخو کې د دوه اړخيزه همکاريو پر دوام هم ټينګار کړی دی.

د شانګهای سازمان رئيس ژانګ مينګ او د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري داسې مهال په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار کړی، چې پرون د پاکستان پوځي چارواکو هم د افغانستان او قبايلي سيمو د امنيتي وضعيت په اړه ځانګړې ناسته کړې.

په دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې په قبايلي سيمو کې د امنيت ټينګولو په موخه د پاکستان پوځ بايد هر ډول اقدام ته چمتوو وي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...