د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې د ديني عالمانو لويې غونډې پرېکړهليک ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، تمه وه چې دا غونډه به په افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زدهکړو په اړه هم مثبته پرېکړه وکړي.
نوموړي له بيبيسي سره په تازه مرکه کې ويلي، که سرپرست حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې نه کړي، نو ښايي ګڼ شمېر کورنۍ چې غواړي لوڼې يې زدهکړې وکړي، له هېواد ووځي.
حکمتيار زياته کړې چې نجونو ته د زدهکړو حق په بشپړه توګه په اسلام کې ورکړل شوی او بايده دي چې له دې حق محرومې نه شي. نوموړي زياته کړې، چې له زدهکړو څخه د نجونو محرومولو پايلې ورته بدې ښکارې.
د حکمتيار په خبره، د نجونو د زدهکړو مسئله خورا مهمه ده او تمه يې درلوده چې د ديني عالمانو په لويه غونډه کې به پر دې موضوع بحث وشي؛ خو زياتوي چې د تمې خلاف په دې اړه هېڅ بحث ونه شو.
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې په کابل کې د ديني عالمانو لويې غونډې په خپل پرېکړهليک کې چې پرون شنبه يې صادر کړی، د نجونو د زدهکړو او د ميرمنو د کار په اړه ښکاره څه نه دي ويلي.