Home » افغانستان » ګارډين: د بريتانيې سفارت سلګونه کارکوونکي په افغانستان کې اېسار دي

ګارډين: د بريتانيې سفارت سلګونه کارکوونکي په افغانستان کې اېسار دي

ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی، که څه هم برېتانوي چارواکو په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته خپل زرګونه افغان همکاران له افغانستان څخه برېتانيې ته لېږدولي؛ خو لا هم دغلته د برېتانيې سفارت سلګونه افغان کارکوونکي اېسار پاتې دي.

د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، د يادو کسانو شمېر شاوخوا ۲سوه کسانو ته رسېږي چې ډېری هغه يې ژباړونکي او د سفارت نور امنيتي کارکوونکي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ياد کسان د برېتانيې حکومت له لوري له کابل څخه نوموړي هېواد ته د لېږدولو په تمه دي؛ خو زياته شوې چې واک ته د طالبانو له رسېدو د ۱۰ مياشتو په تېرېدو سربېره هم، د يادو کسانو د انتقال کارونه نه دي بشپړ شوي.

له دې سره ګارډين د برېتانيې د دفاع وزارت سلاکار جيمز هيپي له قوله ويلي، چې په افغانستان کې له سياسي بدلون را په دېخوا تر دې مهاله، د برېتانيا ۹۵۰۰ تنه افغان همکاران له نوموړي هېواد څخه برېتانيې ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې همدا شمېر نور پر شرايطو برابر کسان اوس هم په افغانستان کې موجود دي او د لېږدولو لپاره يې د برېتانيې حکومت د لازم فرصت په لټه کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانيې پارلمان موده وړاندې د نوموړي هېواد بهرنيو چارو او دفاع وزارتونه له افغانستان څخه پر نامسووله وتلو تورن کړل.

د پارلمان د وکيلانو په خبره، دې نامسووله وتلو په افغانستان کې د ميليونونه عامو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړ او له همدې کبله يې دا کار خيانت وباله.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...