Home » افغانستان » ملګري ملتونه: د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب لپاره دې همغږي رامنځته شي

ملګري ملتونه: د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب لپاره دې همغږي رامنځته شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړيوالې شورا يو بيا په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو پر حقونو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم دغلته د ميرمنو او نجونو د حقونو نقض په شدت سره دوام لري.

د يادې شورا مشرې ميشل باشلې پرون جمعه د (جنګاښ په ۱۰مه) د بشري حقونو نړيوالې شورا ته په خبرو کې ويلي، چې په افغانستان کې بشري وضعيت ته کتو د افغان ميرمنو او نجونو وضعيت ناهيلي کوونکی دی.

نوموړې زياته کړې، چې واک ته د طالبانو په بيا ځلي رسېدو سره په افغانستان کې ښځو او نجونو د بشري حقونو له پلوه په چټکۍ سره شاتګ کړی دی.

باشلې له طالبانو غوښتې چې د ښځو او نجونو حقونو برخه کې دې روان ظلم پای ته ورسوي او دغه راز د نوموړې په خبره ياده ډله د بشري حقونو د تحقق په برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو لار تعقيب کړي.

ميشل باشلې ټينګار کړی، چې بشري حقونو ته درناوي په موخه طالبانو اړ ايستلو په موخه دې، نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه په خپل منځ کې لازمه همغږي رامنځته کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...