په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخيت پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۳۱مه) کابل ته را رسېدلی او د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره يې ليدلي دي.
د ليدنې پرمهال بخيت د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ترسره شوې فوق العاده غونډې د پريکړه ليک د تطبيق په برخه کې د شويو پرمختګونو، په دې لړ کې د شويو مرستو او کابل ته د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو د راغلي پلاوي د سفر د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي زياته کړه، چې د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې د ثبات پلوی دی او په خبره يې غواړي چې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي.
په ورته وخت کې اميرخان متقي د اسلامي همکاريو سازمان له مثبتې ښکېلتيا او له افغانستان سره يې د ياد سازمان د غړو هېوادونو مرستې ستايلي دي. نوموړي ويلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د اسلامي همکاريو سازمان له غړو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.