Home » افغانستان » مجاهد: که له ټي‌ټي‌پي سره مذاکرات ناکام شي، نو افغان خاوره به د هيڅ لوري پر ضد نه کارېږي

مجاهد: که له ټي‌ټي‌پي سره مذاکرات ناکام شي، نو افغان خاوره به د هيڅ لوري پر ضد نه کارېږي

 د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د پاکستاني خبريالانو هغو پوښتنو ته ځوابونه ويلي، چې په يوه برېښناليک کې د پاکستان حکومت او تحريک ط.ا.لبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو بهير په اړه پوښتل شوي دي.

دې پوښتنو ته د ځوابو په ترڅ کې ذبيح‌الله مجاهد تائيد کړې، چې افغان طالبانو په منځګړيتوب د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان يا TTP ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ شوی او د همدې پرمختګ له امله د دواړو خواوو ترمنځ تر نامالوم وخت پورې اوربند هم شوی دی.

نوموړي ويلي، اسلامي امارت د دواړو لورو ترمنځ په مذاکراتو کې مهم منځګړيتوب کوي او موخه يې دا ده، څو دواړو لوري په خپلو کې تل‌پاتې سولې او پخلاينې ته ورسېږي.

مجاهد د پاکستاني خبريالانو دې پوښتنو ته د ځوابونو په ترڅ کې زياته کړې چې جګړه بشري، ټولنيزو او اقتصادي زيانونو اړولو ترڅنګ بهرنيانو ته هم د مداخلې کولو فرصت په لاس ورکوي. نوموړي د مذاکراتو دې بهير ته په پام سره ټينګار کړی چې له دې بهير څخه ګټه اخيستل د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان دواړو لورو په ګټه دي.

ذبيح‌الله مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې، که چېري په راتلونکي کې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ مذاکرات شي، اسلامي امارت څه کولی شي؟ ويلي، چې په دې صورت کې د افغانستان سرپرست حکومت اجازه نه ورکوي څو دواړه خواوې د يوه او بل پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...