Home » افغانستان » پوتين: امريکا بايد د افغانستان بيا رغونې مالي مسووليت په غاړه واخلي

پوتين: امريکا بايد د افغانستان بيا رغونې مالي مسووليت په غاړه واخلي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا شل کلن حضور دغه هېواد پر يوه حساسه نقطه بدل کړ او په دې ترڅ کې يې زيات زيان وليد.

نوموړي دا څرګندونې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمداف سره په کريملېن کې د ليدنې پرمهال کړي دي. پوتين ويلي، د افغانستان ارزونو په تړاو د روسيې او ترکمنستان دريځ دا دی، چې امريکا دې د دغه هېواد د بيا رغونې مالي مسووليت ومني.

پوتين د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د افغانستان پر موضوع د کار کولو لپاره چمتووالی وښود او زياته يې کړه، چې دا کار په سميه کې د همکاريو پراخولو لپاره ډېر مهم دی.

په همدې حال کې د روسيې ولمسشر ولاديمير پوتين او د ترکمنستان ولسمشر سردار محمداف پر دوه اړخيزه اړيکو او په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ هم خبرې وکړي.

د روسيې او ترکمنستان ترمنځ د سودګرۍ کچه تېر کال ۸۶۵ ميليون ډالر ښودلې شوې؛ خو د سږ کال په لومړنيو درېيو مياشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۴۵ سلنه زياته شوې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...