Home » افغانستان » شهاب‌الدين دلاور: خاينو چارواکو ته په کانونو او پټروليم وزارت کې ځای نشته

شهاب‌الدين دلاور: خاينو چارواکو ته په کانونو او پټروليم وزارت کې ځای نشته

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب‌الدين دلاور وايي، د نوموړي وزارت چارواکي او مامورين دې په خپلو ټولو چاروکې د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته کار وکړي او په دې برخه کې دې له خورا احتياط کار واخلي.

نوموړي نن شنبه د (غبرګولي په ۲۱مه) د کانونو او پټروليم وزارت د درېيو معينانو د معرفي کېدو په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وويل، چې د اقتصادي وضعيت ښه‌والي په موخه د ټولو عامو افغانانو هیلي د کانونو او پټرليم وزارت ته دي او په خبره يې له همدې امله دې مسوولان د ولس د امانت په ساتنه کې خورا دقت او احتياط وکړي.

دلاور خپلو کارکوونکو ته په خطاب سره ګواښ وکړ که د کانونو او پټروليم وزارت کوم چارواکی د شخصي ګټو په پام کې نيولو سره پر خيانت مرتکب شي، نو سم‌لاسي به له دندې وشړل شي.

شهاب‌الدين دلاور داسې مهال د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو ته د روڼوالي سپارښتنه کوي، چې په وروستيو کې په ناقانونه او غيرمسلکي توګه د کانونو له کيندنې شکايتونه زيات شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...