Home » افغانستان » ملګري ملتونه: ط.البان دې پر ښځو وضعه کړي بنديزونه ژر لرې کړي

ملګري ملتونه: ط.البان دې پر ښځو وضعه کړي بنديزونه ژر لرې کړي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه خپره کړې اعلاميه کې د ط.البانو له لوري د ښځو او نجونو حقونو ته د نه درناوي له امله ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي دي، چې ط،البان دې ژر تر ژره د ښځو او نجونو حقونو ترڅنګ ټول بشري حقونه مراعت کړي.

امنيت شورا ويلي، چې طالبانو پر ښځو د محدوديتونو په ترڅ کې د دوی زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په ورځنيو چارو کې د د دوی برابره ونډه محدوده کړې ده. د يادې شورا له لوري په اعلاميه کې زياته شوې، چې طالبانو دې له هغو تګ لارو لاس په سر شي کوم چې بشري حقونه  او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو اساسي حقونه محدودوي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر ښځو د حجاب جبري کولو موضوع ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د مخ پټولو او په ځانګړې توګه د ټلوېزيونو پر ښځينه وياندويانو په جبري توګه د مخ پوښل د سختې اندېښنې وړ موضوع ده.

په اعلاميه کې پر طالبانو غږ شوی، چې له خلکو سره د کړو ژمنو په چوکاټ کې دې ټول بشري حقونه مراعت او د نجونو پر مخ تړل شوي ښوونځي دې هم بېرته پرانېزي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...