Home » سیمه او نړی » شهباز شريف: عمران خان غواړي پاکستان کورنۍ جګړې ته ټېل وهي

شهباز شريف: عمران خان غواړي پاکستان کورنۍ جګړې ته ټېل وهي

وروسته له هغې چې د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان د مسليم‌ ليګ‌ن ګوند په مشرۍ د اېتلافي حکومت خلاف اسلام‌اباد ته پر اعتراض د تګ اعلان وکړ، ورسره سم د نوموړي خلاف د پاکستان حکومتي چارواکو غبرګونونه راپورته شوي.

د نوموړي دې پرېکړې په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف پر عمران خان تور پورې کړی، چې ګواکې د دغسې حرکتونو له لارې خلک بېلوي او پاکستان کورنۍ جکړې ته سوق کوي.

نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۲مه) خبريالانو ته ويلي، چې عمران خان دامهال په پاکستان کې د کورنۍ جګړې لپاره د بستر برابرولو اجنډا پرمخ روانه کړې؛ خو د نوموړي په ټکو خلک پوهېږي او له ګرېوان به يې ونيسي.

د پاکستان کورنيو چارو وزير رنا ثنا‌ءالله بيا نن سې‌شنبه خبريالانو ته ويلي، چې په هېڅ صورت ته به عمران خان ته د دې اجازه ور نه کړي څو له خپلو پلويانو سره پر اعتراض اسلام‌اباد ته دننه شي.

نوموړي ويلي، کابينې پرېکړه کړې چې له هرې مشروع لارې په ګټنې سره اسلام‌اباد ته پر اعتراض د عمران خان او د نوموړي د پلويانو ننوتو مخه بايد ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه پوليسو په لاهور کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د يو شمېر مشرانو پر کورونو چپې اچولي دي.

عمران خان دوې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې له خپلو پلويانو سره په ګډه به د روانې می په ۲۵مه اسلام‌اباد ته پر اعتراض د پرلت وهلو په موخه دننه کېږي. نوموړي ويلي، چې پرلت ته به تر هغې دوام ورکړي، څو چې يې پارلمان ړنګ کړی نه وي او حکومت د ټاکنو نېټه نه وي اعلان کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...