په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، له ایران سره اړیکې تایید کړې خو له روسیې څخه یې د وسلو تر لاسه کولو ادعا رد کړې ده.
سهیل شاهین له ریانواسټي خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، دوی له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې لري خو په وینا یې دا اړیکې سیاسي دي نه نظامي.
طالبانو ویلي، ایران د افغان کشالې سوله ییز حل غواړي او دا چې په دې وروستیو کې یې د سولې خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی، دوی یې هرکلی کوي.
سهیل شاهین ویلي، دوی له ګاونډیو هېوادونو سره یوازې سیاسي اړیکې لري او په راتلونکې کې هم ورته دوام ورکوي.