Home » افغانستان » امريکا: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لوړ ظرفيت لرو

امريکا: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لوړ ظرفيت لرو

د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزارت يا پنټاګون په افغانستان کې د داعش ډلې پر موجوديت تمرکز کړی او ويلي يې دي، چې په دې هېواد کې د يادې ډلې د فعاليتونو په اړه خبر دی.

د پنټاګون وياند جان کربي د تېرې سې‌شنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي، چې داعش ډله ښايي په افغانستان کې د پياوړې کېدو هڅه وکړي؛ خو د نوموړي په خبره يې امريکا په افغانستان کې له يادې ډلې سره د مبارزې کافي ظرفيت لري.

نوموړي ويلي، د تېر کال د اګسټ له ۲۹مې وروسته هغه مهال چې امريکايي ځواکونه له افغانستان ووتل، يادو ځواکونو په افغانستان کې هېڅ ډول بريد نه دی ترسره کړی. کربي زياته کړې چې دا بريدونه له دې کبله نه دي ترسره شوي، چې اړتيا يې نه ده محسوسه شوې.

نوموړي په همدې حال کې داعش ډله د يوه خطر په توګه ياده کړې او ويلي يې دي چې له ۸ تر ۱۲ مياشتو پر امريکا او لوېديځ هېوادونو د بريد وړتيا ترلاسه کولی شي؛ خو د کربي په خبره امريکا وضعيت څاري او په اړه يې له خپلو شريکانو سره سلا مشورې کوي.

کربي په افغانستان کې د القاعده فعاليتونو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د يادې ډلې فعاليتونه د طالبانو تر اغېز لاندې دي او په هغه کچه کې نه دي، چې د نوموړي په خبره جدي خطر مطرح کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...