Home » افغانستان » برادر: پانګوال د افغانستان په هره برخه کې چې وغواړي، پانګونه کولی شي

برادر: پانګوال د افغانستان په هره برخه کې چې وغواړي، پانګونه کولی شي

د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر عربي متحده اماراتو ته د سفر پرمهال، په دې هېواد کې له مېشت افغان سوداګرو سره لېدلي او په افغانستان کې يې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې ورسره کړي دي.

نوموړي د يادې لېدنې پرمهال ويلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت بيا ځلي واک ته له رسېدو سره په دې هېواد کې فساد له منځه تللی او په خبره يې، پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې يو غور فرصت رامنځته شوی دی.

نوموړي ويلي، اسلامي امارت مسوول دی چې خلکو ته د کار کولو په موخه له امنيت څخه ډکه فضا رامنځته کړي او په خبره يې څو په دې توګه روان ناسم اقتصادي وضعيت مخنيو وکړي.

برادر ټينګار کړی، چې پانګوال د افغانستان په هر هغه ځای چې وغواړي، له رامنځته شوي فرصت په ګټنې سره کولی شي چې پانګونه وکړي.

نوموړي يو وار بيا سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې سرتاسري امنيت خوندي او کاروباريان په خلاص خپل فعاليتونه ترسره کولی شي.

برادر پرون سې‌شنبه د عربي امارتو د مشر مړينې له امله د تسليت ورکولو په موخه دې هېواد ته تللی او دغلته يې د عربي اماراتو له مشرانو سره لېدلي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...