د اسلامي امارت پرېکړه پر بنسټ له دولتي تشکيلاتو د يو شمېر بنسټونو د لغوه کولو په اړه د غبرګونو په ترڅ کې، اروپايي ټولنې هم دا پرېکړه ناسمه بللې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون نن چهارشنبه د (غويي په ۲۸مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د بنسټونو لغوه کولو په تړاو دا پرېکړه په ځانګړې توګه د ډيالوګ، بشری حقونو او پخلاينې په اړه ناسم پيغام وړاندې کوي.
نوموړي ويلي، چې د يادو بنسټونو خونديتوب په افغانستان کې له لسيزو جګړې وروسته ستونزو ته په پام سره، يوه غوښتنه او اړتيا ده.
اسلامي امارت په وروستي اقدام کې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د ملي شورا د دواړو خونو دارالانشا، د ملي پخلاينې عالي شورا او د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون له دولتي تشکيلاتو لغوه کړل.
دا پرېکړه نه يوازې بهرني غبرګونونه، بلکې کورني غبرګونونه هم له ځانه سره لري.