Home » افغانستان » ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه څېړنې کوي

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه څېړنې کوي

ملګرو ملتونو پرون يک‌شنبه د (غويي په ۲۵مه) خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بنت په مشرۍ يوه پلاوي افغانستان ته سفر پيل کړی.

دې سازمان ويلي، چې د ياد سفر موخه د هغو بشري حقونو د نقض په اړه څېړنې دي، چې په وروستيو کې يې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د نقضولو راپورونه ورکړل شوي دي.

ملګرو ملتونو زياته کړې، چې د بنت دغه سفر به د يک‌شنبې له ورځې پيل او ۱۱ ورځې به دوام وکړي. د دې سفر په ترڅ کې به نوموړی د طالبانو پر چارواکو سربېره، د افغانستان مدني ټولنو له غړو او هغو بهرنيو ډيپلوماټانو سره هم وګوري چې دامهال په افغانستان کې مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د بيان له مخې، بنت به په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض بشپړ راپور چمتو کوي او دغه راپور به د دې سازمان د بشري حقونو پر برخې سربېره، د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ته هم وړاندي کوي.

افغانستان ته د رېچارډ بنت دغه سفر داسې مهال دی، چې په وروستيو کې نړيوالې ټولنې اسلامي امارت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او د ښځو حقونو پر ښکاره نقض تورن کړی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...