Home » افغانستان » سېګار: بې‌وزلۍ او تنګ‌لاسۍ په افغانستان کې د پښتورګو پلورل زيات کړي

سېګار: بې‌وزلۍ او تنګ‌لاسۍ په افغانستان کې د پښتورګو پلورل زيات کړي

د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار پرون يک‌شنبه ناوخته د (غويي په ۲۵مه) د خوړو نړيوال پروګرام او د نورو نړيوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ زياتېدو له امله خلک مجبور شوي څو د بدن ځيني غړي وپلوري.

سېګار ويلي چې د بې‌وزلۍ زياتوالي له امله، يو شمېر کسانو خپلې ګوردې پلورلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. د سېګار په وينا، د تېر په پرتله دامهال په افغانستان کې د ګوردو بيه خورا ټيټه ده. دا ځکه چې د سېګار په خبره په اوس کې د ګوردو عرضه زياته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړيوال پروګرام په خپل وروستي بيان کې ويلي، چې شاوخوا ۱۸ ميليونه افغانان په اوسنيو شرايطو کې له سختې او شديدې لوږې سره مخ دي.

دې ادارې زياته کړې، چې يادو کسانو ته د اړينو مرستو رسولو په موخه د نړيوالو متحدانه او جدي همکاريو ته اړتيا ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...