د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين اعلان کړی چې د راتلونکې جون مياشتې په ۵مه د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پښتون تر عنوان لاندې لويه ولسي غونډه دايېروي.
نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (غويي په ۲۰مه) يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، دغه غونډه کې به د می په ۲مه د شهيد عارف وزير د ترور، د همدې مياشتې په ۲۶مه په خړ کمر او د جون په ۳مه په واڼه کې د پاکستان د پوځ له لوري د عامو خلکو د وژلو تلين ونمانځي.
پښتين ويلي، چې په سيمه او قبايلو کې د جګړې يوه نوې څپه په خورا چټکۍ سره روانه ده او اړتيا ده چې د جګړې د يادې څپې په اړه ولس ته پر وخت او سمه لارښوونه وشي.
نوموړي زياته کړې چې د جګړې په اړه د ولس د پوهاوي ترڅنګ به، د يادې جګړې خلاف نړيوالو ته د پښتنو له ادرسه واضيح پيغام هم وړاندې شي. نوموړي د دې پيغام د څرنګوالي اړه وضاحت نه دی ورکړی.
که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ موده وړاندې په کراچۍ کې د سند له حکومت سره له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په تړاو هوکړې ته رسېدلی و؛ خو تر اوسه سند حکومت په دې اړه کړې هوکړه نه ده عملي کړي.
منظور احمد پښتين دې ته په پام سره خبر ورکړی، چې د واڼه په راتلونکې غونډه کې به د علي وزير په شمول د حنيف پښتين، وېس ابدال، قاضي طاهر او د پاکستان حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو نيول شوو غړو د خلاصون په اړه هم غږ پورته کړي.