د روسيې بهرنيو چارو وزير وزير سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې يو وار بيا د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې پر موضوع تمرکز کړی او ويلي يې دي، چې د افغانستان حکومت تر هغه وخته پر رسميت نه شي پېژندل کېدای، څو دغلته يو ټولګډونه دولت نه وي رامنځته شوی.
نوموړي پرون سېشنبه د (غويي په ۶مه) مسکو کې د ملګرو ملتونونو له سر منشي انتونيو ګوټيريش سره له لېدنې وروسته خبري کنفرانس ته وويل، چې روسيه له ټولګډونه دولت پرته د افغانستان حکومت په رسميت پېژندلو ته نه ده چمتوو.
ټاس خبري اژانس په دې اړه خپل راپور کې د لاوروف له قوله زياته کړې، چې روسيه په افغانستان کې د ټولګډونه دولت رامنځته کولو په موخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په شمول له افغان سياستوالو سره په اړيکه کې ده.
نوموړي زياته کړې، روسيه هڅه کوي چې د افغانستان اوسنيو واکمنانو او د دې هېواد د سياستوالو ترمنځ د يوه داسې ډيالوګ د رامنځته کولو کوربهتوب وکړي، چې پايله يې په افغانستان کې پر يوه ټولګډونه دولت سلا کېدل وي.
لاوروف څرګنده کړې چې په کابل کې د خپل سفارت په وسيله د طالبانو له سرپرست حکومت سره په اړيکه کې دي؛ خو په خبره يې دا په دې مانا نه ده چې ګواکې روسيه د دوی حکومت په رسميت پېژني.
د اسلامي امارت له واک ته د بيا ځلي رسېدو شاوخوا اته مياشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ کوم هېواد اوسنی سرپرست حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.