Home » افغانستان » مودي او جانسن: د افغانستان له خاورې بايد د ترهګرو د تمويل او پټنځي په توګه استفاده ونه شي

مودي او جانسن: د افغانستان له خاورې بايد د ترهګرو د تمويل او پټنځي په توګه استفاده ونه شي

هندي رسنيو راپور ورکړی چې د برېتانيې او هند لومړي وزيرانو ترمنځ په خبرو کې د افغانستان پر وضعيت هم بحث شوی او دواړو لورو ټينګار کړی، چې د افغانستان له خاورې بايد د ترهګرۍ د تمويل او دغه راز د يادې پديدې د پټنځي په توګه استفاده ونه شي.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، بوريس جانسن او نريندرا مودي په خپلو خبرو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۲۵۹۳ شمېر پرېکړه‌ليک پر عملي کولو ټينګار کړی دی.

د دې پرېکړه‌ليک له مخې، د افغانستان خاوره بايد پر نورونو هېوادنو د بريد او دغه راز د ترهګرو د پټنځي په توګه ونه کارول شوي. په دې پرېکړه‌ليک کې طالبان هم مکلف شوي، چې په افغانستان کې به بشري حقونه په جدي توګه مراعت کوي.

د هندي رسنيو په راپور کې راغلي چې مودي او جانسن د افغانستان بشري وضعيت ته په پام، له دې هېواد سره د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار کړی دی.

دې دواړو لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د يوه پراخ بنسټه نظام رامنځته کول جدي اړتيا بللې او زياته کړې يې ده چې اوسني مسوولان بايد د دې کار لپاره ژر فرصت برابر کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...