د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په ايران کې له افغان کډوالو سره کېدونکی چلند د اصولو خلاف بللی او زياته کړې يې ده چې د افغانان پر وړاندې ورته ناسم چلند ځوروونکی دی.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې نن شنبه د (وري په ۲۰مه) لېکلي، په خواله رسنيو کې داسې وېډيوګانې خپرې شوي چې ښيي په ايران کې له افغان کډوالو سره سپک او ناسم چلند کېږي.
پښتين زياته کړې چې افغانان عملا ځورېدلي او له ايران يې غوښتي چې دغلته له مېشتو افغان کډوالو سره له مهربانۍ ډک چلند وکړي.
په وروستيو ورځو کې د خواله رسنيو کاروونکو ترمنځ داسې وېډيوګانې لاس په لاس کېږي چې ايران کې له افغان کډوالو سره د خلکو او پوليس له لوري ناسم چلند ښکاره کوي.
په دې اړه شکايتونو ته په پام سره پرون د جمعې په ورځ بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د ايران سفير احضار کړی و؛ خو له دې وړاندې ايران له افغان وګړو سره په دې هېواد کې هر ډول ناسم چلند رد کړی و.