Home » سیمه او نړی » ناټو په خپله فوق‌العاده غونډه کې د اوکراين ولسمشر ته د وينا کولو بلنه ورکړې

ناټو په خپله فوق‌العاده غونډه کې د اوکراين ولسمشر ته د وينا کولو بلنه ورکړې

د ناټو سازمان يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې سبا چهار شنبه د (وري په ۴مه) د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ته بلنه ورکړې، څو د ياد سازمان فوق‌العاده غونډې ته وينا وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې ولسمشر زلينسکي به د وېډيو کنفرانس له لارې د ناټو په ياده فوق‌العاده غونډه کې ګډون او وينا وکړي.

د ناټو دې چارواکي ويلي، چې د دې سازمان غړي هېوادونو مشران دا فرصت لري، څو د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زلينسکي څخه پر دغه هېواد د روسيې د بريد جريان په مستقيم ډول واوري.

له دې سره د اوکراين د ولسمشر وياند ويلي، چې ولسمشر زلينسکي به د ناټو په فوق‌العاده غونډه کې د وينا پرمهال پر اوکراين د روسيې د بريد دفعه کولو په موخه د ناټو مرستې د جلبولو هڅه وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...