د پاکستان پوځ وايي افغان ځواکونو زموږ يو عسکر وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د پاکستان پوځ که څه هم د پېښې دقيق ځای نه دی روښانه کړی خو وايي تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونو پر پاکستاني پوستو د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي دي.
د دوی په خبره په يادو بريدونو کې يو پاکستانی عسکر وژل او درې نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني حکومت ویلي چې افغان سرتېري دي نور له ورته کړنو ډډه وکړي.
پاکستان داسې مهال دغه خبرې کوي چې دوی په غیر قانوني توګه پر ډیورنډ فرضي کرښه تاسیسات جوړ کړي او ان په ځینو برخو کې د ټولو قوانینو خلاف له صفري برخې هم را وړاندې شوې دي.