د ملي امنيت پخواني رئيس رحمتالله نبيل ادعا کړې چې ځيني مهم طالب چارواکي د نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو په موخه د روانو هڅو په ترڅ کې، د سلا مشورو په موخه د طالبانو له مشر ملا هبتالله اخندزاده سره د ليدنې په موخه کندهار ته تللي.
نوموړي پرون دوشنبه د شپې د (وري په لومړۍ) په خپل ټوېټر کې لېکلي، په ياده کسانو کې چې ملا هبتالله سره د ليدنې موخه کندهار ته تللي، د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر، د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني او د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب مجاهد شامل دي.
رحمتالله نبيل ويلي، په دې ليدنه کې پر کورني او نړيوال مشروعيت د سلا مشورو ترڅنګ د خپلمنځي اختلاف د له منځه وړلو او دغه راز د کابيني په کچه په تعيناتو کې د تغيراتو بحث هم شامل دی. نوموړی زياتوي، ډېر امکان شته چې د ياد بحث په پايله کې د کانونو او پټروليم سرپرست وزير شهابالدين دلاور او د استخباراتو رئيس عبدالحق وثيق له دندو لرې شي.
نبيل داسې مهال له هبتالله سره د مهمو طالب چارواکو د ليدنې خبر ورکوي، چې له دې وړاندې د رسنيو له لوري د په اسلامي امارت کې دننه د ژورو اختلافونو په اړه راپورونه ورکړل شوي.