پخواني ولسمشر حامد کرزي د سرپرست حکومت له لوري د افغانستان له مطرحو سياسونو سره د اړيکو او بيا راستنولو په موخه د ځانګړي کمېسيون له جوړولو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د نوموړي کمېسيون جوړول د تلپاتې سولې او ثبات د تامين په برخه کې غوره اقدام دی.
نوموړي تازه نن پنجشنبه د (کب په ۲۶مه) په خپل ټوېټر کې تمه ښودلې چې د ياد ځانګړی کمېسيون به له هېواد څخه دباندې د تللو اشخاصو په بېرته راستنولو کې لازم اقدامات وکړي.
حامد کرزي دغه راز ټينګار کړی چې د تفاهم او باور جوړولو له لارې دې دا زمينه برابره شي، چې د هېواد ابادۍ لپاره ټول افغان په ګډه کار وکړي او په ملي پرېکړو کې د خلکو ونډه تضمين شي.
له دې وړاندې اروپايي ټولنې هم د سرپرست حکومت له لوري د ياد ځانګړي کمېسيون جوړولو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې ورته اقداماتو په پايله کې د افغانستان اوسنی حکومت نړيوال رسميت پېژندنې ته نږدې کېدای شي.