Home » افغانستان » “كابل کې له ۲زره زيات کسان د ترهګرۍ او جرايمو په تور نيول شوي”

“كابل کې له ۲زره زيات کسان د ترهګرۍ او جرايمو په تور نيول شوي”

د کابل امنيه قومندانۍ نن پنج‌شنبه د (کب په ۲۶مه) د تېرو شپږو مياشتو په ترڅ کې خپلې ترلاسه کړې لاسته راوړنې رسنيزې کړې.

د چارواکو په خبره په ياده موده کې يې د کابل اړوندو امنيتي حوزو او د ولسواليو امنيه قومندانيو له لوري په ترسره شوو عملياتو کې 2180 پر بېلابېلو جنايي جرمونـو تورن کسان نيولي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دوی زياتوي د کابل امنيه قومندانۍ اړوند له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په تېرو شپږو مياشتو کې ٢٦ بريالي عمليات کړي، چې په پايله کې يې 58.788 کيلو ګرامه نشه يي توکي لکه شیشه، هیروین، تریاک، چرس دغه راز 60زره قرصه تابليت کا، 448 بوتله الکول او 209 بوتله الکولي بير او 2 عرادې موټر غلا شوي موټر نيولي چې په تور يې ۴۰تنه هم نيول شوي دي.

د کابل امنيه قومندانۍ د مالوماتو له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت په دې موده کې توانېدلى چې 38 تورن کسان د کمېشن کارۍ، د وسلو لېږد، د اسلامي امارت له نوم ناسمې ګټې پورته کولو په تور نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو ولايتونو په شمول په کابل کې هم د امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات ترسره شوي؛ خو د کابل امنيه قومندانۍ يې په اړه هېڅ ډول مالومات نه دي ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...