د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون چهارشنبه د انلاين له لارې د امريکا کانګرېس ته وينا وکړه او د خپلې وينا پرمهال يې له دې هېواد څخه د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې امريکا دې پر اوکراين د بريد پر خلاف، له اوکراين سره پوځي مرستې زياتې او دوامداره کړي. نوموړي دغه راز خپله هغه غوښتنه هم تکرار کړه چې موده وړاندې يې د هر راز الوتنو پر مخ د اوکراين هوايي حريم د ممنوع زون په توګه د اعلانولو په اړه کړې وه.
ولسمشر زلينسکي زياته کړه، د اوکراين حريم د ممنوع زون په اعلانولو سره د روسيې هغو هڅو مخنيوی کېدای شي، چې د اوکراين له هوا پر ګټنې غواړي په دې هېواد کې بريدونه وکړي.
اوکراين دا غوښتنه په دې موخه کوي، چې د ممنوع زون د اعلان په صورت کې به د ناټو غړي هېوادونه به د اوکراين فضا ته د روسي الوتکو د داخلېدو مخه نيسي او د سر غړنو په صورت کې به ورسره مقابله کوي.
خو امريکا له دې وړاندې د اوکراين دغه وړانديز رد کړی دی.