Home » افغانستان » د ترکيې بشري مرستو درېيمه جوپه هرات را ورسېده

د ترکيې بشري مرستو درېيمه جوپه هرات را ورسېده

په کابل کې د ترکيې سفارت بېګاه دوشنبه د شپې د (کب په ۲۳مه) خبر ورکړی، چې له افغانستان سره د ترکيې بشري مرستو درېيمه جوپه هرات ته رسېدلې ده.

د ترکيې اناطولي اژانس په کابل کې د دغه هېواد د سفارت په حواله ويلي، په دې جوپه کې ۹۹۴ ټنه توکي چې د ترکيې بېړنيو پېښو سازمان په شمول د دغه هېواد ۱۹ خېريه موسسو له لوري مرسته شوي، شامل دي.

په دې مرستو کې کالي، خوراکي او روغتيايي توکي شامل دي او د مسوولانو په خبره په نږدې راتلونکي کې به پر اړمنو کورنيو ووېشل شي.

په بشري او اقتصادي برخو کې د فعالو نړيوالو سازمانونو د راپور له مخې، دامهال په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک د لوږې له کرښې لاندې دي او له همدې کبله په افغانستان کې بېړنيو بشري مرستو ته زياته اړتيا ده.

دې وضعيت ته په پام سره د خوړو نړيوال سازمان هم پر نړيوالو غږ کړی، چې په نورو نړيوالو قضيو کې د بخت کېدو له امله دې د افغانستان بشري او اقتصادي ناورين له پام نه غورځوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...