Home » سیمه او نړی » بلېکن: ډېری روسي سرتېري نه پوهېږي چې په اوکراين کې د څه شي لټه کوي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

بلېکن: ډېری روسي سرتېري نه پوهېږي چې په اوکراين کې د څه شي لټه کوي

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن چې دامهال اروپايي هېوادونو ته پر سفر وتلی وايي، ډېری روسي سرتېري پر هغه څه نه پوهېږي چې هېواد يې په اوکراين کې د څه شي لټه کوي؟

نوموړي نن سې‌شنبه د (کب په ۱۷مه) يوه خبري کنفرانس ته ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په اوکراين کې د جګړې له لارې غواړي چې يو خپلواک هېواد تر خپل نفوس او اثر لاندې راولي.

بلېکن زياته کړې، چې د ولسمشر پوتين ورته هڅې د نړيوالو له لوري څارل کېږي او په خبره يې نړيوال به د دې په غبرګون کې نوموړي ته مناسب ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له لوري د تازه خپرو شوو شمېرو پر بنسټ، پر اوکراين د روسيې د بريد له امله اروپايي او نورو هېوادونو ته د ورغلو اوکرايني کډوالو شمېر له ۲ مېليونه کسانو هم اوښتی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...