Home » افغانستان » متقي: د اسلامي همکاريو سازمان دې د افغانستان شمتنۍ په ازادولو کې همکاري وکړي

متقي: د اسلامي همکاريو سازمان دې د افغانستان شمتنۍ په ازادولو کې همکاري وکړي

وروسته له هغې چې د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې خپل دفتر بيا ځلي فعال او پرانيست، ورسره سم پرون ماښام د (کب په ۱۵مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دغه سازمان له مرستیال طارق علي بخيت چې د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان ځانګړی استازی هم دی، وليدل.

په دې ليدنه کې اميرخان متقي ټينګار کړی، چې د اسلامي همکاريو سازمان غړي هېوادونه دې له خپل اثر او نفوس په ګټنې سره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په بېرته ازادولو کې همکاري وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان ټولو اصولو ته ژمن دی او له خپلې ونډې سره به په ياد سازمان کې فعاليتونو او همکاريو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت ويلي، هڅه کوي چې په کابل کې د فعاليتونو د پراختيا په موخه د اسلامي همکاري سازمان دفتر نور هم پياوړی کړي.

نوموړي زياته کړې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکي غونډي ته به د افغانستان په اړه يو تفصیلی راپور وړاندې کړي او په رڼا کې به یې راتلونکي تصمیمونه نیول شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...