د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور احمد پښتين وايي، په کراچۍ کې د علي وزير د خلاصون په موخه يې پرلت دوام لري او زياتوي چې د ياد پرلت د دوام په ترڅ کې يې د سيند له ايالتي حکومت سره څو ځله خبرې شوي دي.
نوموړي ويلي، په وروستي ځل خبرو کې چې تېره شپه د (کب په ۱۵مه) ترسره شوې، د سيند حکومت په شفاهي ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر غوښتنې منلي دي.
د يادو منلو شوو غوښتنو له ډلې به د سيند حکومت د علي وزیر قضيه له ترهګرۍ ضد محکمې بلې محکمې ته لېږدوي، په سيند کې به د پښتنو ستونزې حلوي او دغه راز به د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي په کراچۍ د ثبت شوو قضيو په تور نه نيول کېږي.
خو منظور احمد پښتين ويلي، تر هغې چې د سيند له ايالتي حکومت څخه د خپلو دې ژمنو په اړه ليکلی سند ترلاسه نه کړي، په کراچۍ کې به يې پرلت همداسې دوام وکړي.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د علي وزیر د خلاصون په موخه پرلت د فيبروري په ۱۳ پيل شوی او لا هم دوام لري.
علي وزير په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې پر نوموړي د لګول شوو تورنو له امله چې ګواکې د پاکستان د پوځ او حکومت ضد پاروونکې خبرې يې کړي، نيول شوی او د کراچۍ په زندان کې بندي دی.