د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړی مفتش يا سېګار وايي، په افغانستان کې د ميرمنو له لوري پر کار کولو د حکومت بنديز د دې سبب شوی، چې د دغه هېواد د ناخالص ملي محصول کچه راټيټه شي.
د سېګار په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له لوري پر خپرو شوو ارقامو استناد شوی او کښلي يې دي، پر افغان ميرمنو د کار کولو بنديز له امله دامهال د يو مېليارد ډالرو په اندازه چې ۵ سلنه کېږي، د افغانستان ناخالص ملي محصول کم شوی دی.
د سېګار د راپور له مخې، د طالبانو له لوري په وضعه شوو بنديزونو کې هغه ميرمنې شاملې دي چې وړاندې يې د ښوونکو، روغتيايي کارکوونکو، د رسنيو کارکوونکو، خبريالانو، قاضيانو، څارنوالانو او د مدافع وکيلانو په توګه کار کاوه.
د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش اندېښنه ښودلې، که په افغاناستان کې د ميرمنو له لوري پر کار کولو بنديزونه همداسې دوام وکړي، نو ښايي تر راتلونکي کال پورې د افغانستان ناخالص ملي محصول تر ۳۰ سلنې چې ۱۴ مېليارده ډالر اټکل شوي، راټيټ شي.
د سېګار په راپور کې ويل شوي چې ډېر افغان ميرمنې د خپل کور سرپرستي په غاړه لري او اړې دي چې د کورنۍ د تمويلولو په موخه کار او دنده وکړي.