Home » سیمه او نړی » اوکراين د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې له بريدونو خبر ورکړی

اوکراين د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې له بريدونو خبر ورکړی

د اوکراين پوځ خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ځينو سيمو کې يې پر سرتېرو وسله‌وال بريدونه شوي او زياته کړې يې ده چې دا کار په يادو سيمو کې له شوي اوربند ښکاره سرغړونه ده.

د اوکراين پوځ په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، دغه بريدونه د روسيې له ملاتړ برخمندو بېلتون‌پالو له لوري شوي او په خبره يې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د وسله‌والو بريدونو ۹۶ پېښې ثبت کړي دي.

د پوځ په ليکنه کې زياته شوې چې د شوو بريدونو دا کچه د تېرې ورځې په پرتله چې ۸۴ بريدونه شوي وو، زياته ده.

د اوکراين پوځ ويلي چې په يادو وسله‌والو بريدونو کې يې يو سرتېری وژل شوی او ۶ تنه نور ټپيان شوی دي. پوځ دا نه دي ويلي چې د بېلتون‌پالو يادو بريدونو ته يې ځواب ورکړی او که نه؟

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له لوري د دونيڅک او لوهانس سيمو د خپلواکۍ په رسميت له پيژندلو سره، په پوله کې د روسيې او اوکريان ترمنځ جنجال اندېښنې نورې هم زياتې کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...