Home » افغانستان » حکيمي: د پياوړې اردو جوړولو ډېر کارونه مخته تللي

حکيمي: د پياوړې اردو جوړولو ډېر کارونه مخته تللي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې د يوې پياوړې اردو د رامنځته کولو په موخه کارونه لا هم دوام لري او زياتوي چې په يادو کارونو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د اسلامي امارت د ليکو د چاڼ رئيس او د ملي دفاع وزارت سر مفتيش لطف‌الله حکيمي چې پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲مه) يې خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، د ترتيب شوو اصولو له مخې به په نوې جوړېدونکې اردو کې د پخوانۍ اردو مسلکي افسران او سرتېري هم موجود وي.

نوموړي زياته کړه چې د پياوړې اردو د رامنځته کولو په موخه د ترسره شوو کارونو په ترڅ کې توانېدلي، چې د ۸۱ تخريب شوو چورلکو له ډلې نيمايي هغه يې بېرته ترميم شي. حکيمي زياته کړې چې دامهال ۳سوه زره سپکې، ۲۶زره درنې وسلې د اسلامي امارت په واک کې دي، چې په خبره يې کولی شي له دې وسلو په ګټنې د راتلونکې رادو پياوړتيا تضمين شي.

نوموړی داسې مهال د سپکو او درنو وسلو د ارقامو يادونه کوي چې د امريکايي چارواکو د ارزونو له مخې، په افغانستان کې د ۸۵ مېليارد ډالرو په ارزښت وسلې له امريکايي پوځيانو او د افغانستان له مخکيني پوځ څخه طالبانو ته پاتې شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...