Home » افغانستان » کابل کې دوه تنه انسان تښتوونکي نيول شوي

کابل کې دوه تنه انسان تښتوونکي نيول شوي

د کابل امنيه قومندانۍ خبر ورکړی چې په پل‌څرخي سيمه کې يې دوه تنه انسان تښوونکي نيولي او يو ماشوم يې هم د دوی له منګولو ژغورلی دی.

امنيې قومندانۍ رويداد ته په لېږلې خبرپانه کې زياته کړې، ياد دوه انسان تښوونکي حميد او توحيد نومېږي چې يو ماشوم يې له تورخم څخه اختطاف کړی و او نن چهارشنبه د (سلواغې په ۲۷مه) په کابل کې ونيول شول.

د خبرپاڼې له مخې يادو اختطاف کوونکو کسانو غوښتل چې اختطاف کړی ماشوم ايران ته قاچاق کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

محمود خان اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر ...