Home » افغانستان » امريکا: د طالبانو پر ضد د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوو

امريکا: د طالبانو پر ضد د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوو

د افغانستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي توماس وسټ وايي، هڅه کوي چې له طالبانو سره د تعامل له لارې د يادې ډلې پاليسي اصلاح کړي.

نوموړي پرون سې‌شنبه د (سلواغې په ۲مه) په يوه انلاين غونډه کې ياته کړې، امريکا له هېڅ داسې ډلې ملاتړ نه کوي چې د طالبانو پر وړاندې وسله‌واله جګړه وکړي. وسټ ويلي، که څه هم په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې بريدونه زيات شوي؛ خو په خبره يې د يادې ډلې پر وړاندې د طالبانو مبارزه ريښتينې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره ښايي دغلته د داعش ډلې بريدونه نور هم زيات شي.

سم‌لاسي د اسلامي امارت چارواکو د نوموړي دې څرګندونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو تل يې ټينګار کړی چې داعش ډله په هغه کچه کې نه ده چې د افغانستان امنيت ته خطر پېښ کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...