Home » افغانستان » نصير احمد فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ستازولۍ پر څوکۍ پاتې شو

نصير احمد فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ستازولۍ پر څوکۍ پاتې شو

په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ د څوکۍ پر سر ناندرۍ دوام لري، تازه د يادې استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق خبر ورکړی چې نوموړي بېرته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ پر څوکۍ د سرپرست په توګه پاتې شوی دی.

نوموړي په دې اړ خپل ټوېټر کې تېره شپه د (سلواغې په ۲۶مه) ليکلي، ملګرو ملتونو دې سازمان ته د بهرنيو چارو مخکيني وزير محمد حنيف اتمر د هغه ليک مخالفت کړی، چې په کې يې ترې د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

فايق زياته کړې، هغه هڅې او توطيې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ له سرپرستې د نوموړي د لرې کېدو او په ياد سازمان کې د افغانستان خلکو ته د عدالت غوښتنې غږ د چوپ کولو په موخه روانې وې، خنثی شوي دي.

نوموړي خبر ورکړی چې لا هم د سرپرست په توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ چاري سمبالوي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوټيريش د افغانستان بهرنيو چارو مخکيني وزير محمد حنيف اتمر د يوه ليک په ترڅ کې غوښتي و، په داسې حال کې چې محمد ولي نعيمي د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازولۍ مرستيال دی او اوس يې روغتيايي وضعيت ښه دی، د اصولو له مخې حق لري چې د دايميی استازي له استعفا وروسته په ياد سازمان کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرستي وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...