د برېتانيا بهرنيو چارو وزارت ويلي، هڅه کوي چې له ملګرو ملتونو سره افغانستان ته د بشري مرستيو په راټولو کې مخکښ رول ادا کړي.
د برېتانيا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په پام کې ده چې برېتانيا په همدې موخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو له لوري د ۴.۴ مېليارد ډالري مرستې د را ټولولو په موخه، د يوې غونډ ګډ کوربهتوب وکړي.
په اعلاميه کې د بهرنيو چارو وزيرې ليز ټرس له قوله ويل شوي، په افغانستان کې مخ پر زياتېدونکي بشري ناورين د مخنيوي په موخه ياده غونډه خورا مهمه ده. نوموړې زياته کړې، که نړيوال د افغانستان بشري وضعيت ښهوالي په موخه په تمه پاتې شي، نو ښايي خورا سختې پايلې ولري.
ټرس زياته کړې چې برېتانيا غواړي افغانستان ته بشري مرستو او خوراکي توکو په رسولو، روغتيايي اسانتياوو، خلکو ته سرپنا په برابرولو، د ښځو او نجونو د خونديتوب په برخو کې په نړيواله کچه په ترسره کيدونکو هڅو کې پياوړی رول ولوبوي.