د هند دولت له افغانستان سره د همکاريو په لړ کې، د يوه تازه اقدام له مخې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۳ مالي کال پورې د ۲۷ ميليونه ډالرو په اندازه ځانګړې بوديجه تصويب کړه.
اېشيا ټايمز (Asia times) په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، د هند له لوری دغه ځانګړې شوې بوديجه به په افغانستان کې د هند له لوري پر پراختيايي پروژو، په هند کې د افغان محصلانو پر تمويل او دغه راز له افغانستان سره پر بشري مرستو ولګول شي.
د راپور له مخې هند د يادې بوديجې په طرحه کې ۱۳ ميليونه ډالر د چابهار بندر تجهيزولو ته هم ځانګړې کړي دي. اېشيا ټايمز زياته کړې، چابهار له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختيا په موخه هند ته خورا مهم دی او په همدې موخه پر نوموړي بندر پانګونه کوي.
په راپور کې دا هم ويل شوي، هند پوهېږي چې په افغانستان کې اوسنی حکومت له پاکستان سره خورا نږدې اړيکې لري او د راپور له مخې هند پر دې هم خبر دی چې د پاکستان استخباراتي شبکې واک ته په رسولو کې له طالبانو سره پوره همکاري کړې؛ خو پر دې سربېره هم غواړي چې له افغانستان سره يې تعامل دوام وکړي.
د اېشيا ټايمز په راپور کې دغه راز ويل شوي، هند د افغانستان لپاره د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د واک پرمهال، په هر مالي کال کې ۵۰ ميليونه ډالر بوديجه ځانګړې کوله، خو دا چې اوس طالبان د پاکستان په همکارۍ واک ته رسېدلي، که څه هم د همدې بوديجې کچه يې ۲۷ ميليونه ډالرو ته ښکته کړې؛ خو په غوڅ توګه يې قطعه کړې نه ده.
په راپور کې اشاره شوې چې د تمې خلاف هند په خپل دې کار سره هڅه کوي چې په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره پر متقابلو همکاريو ولاړې اړيکې ولري.