وروسته له هغې په افغانستان کې د ځينو برېتانوي وګړو د نيول کېدو راپورونه خپاره شول، ترې څو ورځې وروسته پرون شنبه د (سلواغې په ۲۳مه) برېتانيا هم تائيد کړه چې څو تنه وګړي يې په افغانستان کې د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
فرانس پرېس ته د برېتانيا بهرنيو چارو وزارت له لوري په لېږل شوې اعلاميه کې ويل شوي، دامهال څو تنه برېتانويان په افغانستان کې د طالبانو له لوري نيول شوي او په زندان کې دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې روانه اوونۍ کابل ته د لندن تللي پلاوي په دې اړه له طالب چارواکو سره خبرې هم کړي دي.
د برېتانيا بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو نيول شوو وګړو کره شمېر نه دی ښودلی، خو ويل يې دي چې د يادو وګړو د خلاصون په موخه له طالبانو سره خبرې روانې دي.
دا اعلاميه وروسته له هغې خپره شوې چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کميشنرۍ اړوند دوه بهرني خبريالان له نيول کېدو لږ وروسته بيا خوشې کړل.
د راپورونو له مخې، په نيول شوو برېتانويانو کې يو هم پيټر جوونال دی. نوموړی پخوانی خبريال او دامهال يو برېتانوی پانګوال دی. د نوموړي په اړه په خپرو شويو راپورو کې ويل شوي، جوونال چې ميرمن يې د افغانستان ده، په وروستيو کې دې هېواد ته د صنعت او د کانونو د استخراج په برخو کې د پانګونې په موخه تللی.