پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا د ولسمشر جوبايډن هغه پرېکړه چې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ په اړه يې کړې، ناعادلانه وبلله او زياته يې کړه چې نوموړی دې پر خپله دې پرېکړه له سره غور کولو سره، د افغانستان شتمني بېرته افغانانو ته وسپاري.
نوموړي نن په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، د افغانستان کنګل کړې شتمني په افغانستان کې پر تېرو او اوسني حکومت پورې اړه نه لري او په خبره يې دا پيسې د افغانستان د ولس حق دی چې بايد بېرته ورکړل شي.
کرزي زياته کړه، چې ټول افغانان د ګنګل شوو پيسو په اړه ګډه دريځ لري او زياتوي چې له اسلامي امارت سره د افغانستان بانک د پیسو په راستنولو کې همکارۍ چمتوو دي؛ خو ټينګار کوي چې د دې پیسو له راګرځولو وروسته باید مصرف نه شي او د افغانيو د پشتوانې په توګه بايد ترې د افغانستان بانک جدي ساتنه وکړي.
حامد کرزي په خپلو خبرو کې د پيسو ترڅنګ يو لړ سياسي مسايلو ته هم اشاره درلوده. نوموړی که څه هم له افغانستان څخه د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه؛ خو وايي، که د تېر حکومت له لوري واک د لويې جرګې په وساطت په سولهييز ډول لېږدول شوی، نو د افغانستان بانک شتمنۍ د کنګل مخنيوي ترڅنګ د اوسنيو ډېرو ناخوالو مخنيوی کېدای شو.
حامد کرزي دغه راز تائيد کړه، چې له عبدالله عبدالله سره په ګډه يې د اسلامي امارت مشرانو ته ليک لېږلی او په کې يې غوښتنه کړې، څو د مشروعيت ترلاسه کولو په موخه د لويې جرګې له لارې ولس ته مراجعه وکړي.
نوموړی لويه جرګه په اوس کې د مشروعيت مسئلې د حل يوازينۍ معقوله لار بولي؛ ځکه د کرزي په خبره په اوسنيو شرايطو کې د ټاکنو او يا هم د ټولپوښتنې ترسره کول ممکن نه دي.