Home » افغانستان » توماس وسټ: له طالبانو سره د امريکا د ګټو په رڼا کې ډيپلوماسي کوو

توماس وسټ: له طالبانو سره د امريکا د ګټو په رڼا کې ډيپلوماسي کوو

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی توماس وسټ وايي، په اوس کې د دې شرايط نه دي برابر څو پر بنسټ يې امريکا په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانيستلو پرېکړه وکړي.

نوموړي پرون چهارشنبه د (سلواغې په ۲۰مه) له يک ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، امريکا د اوس لپاره په افغانستان کې سفارت نه پرانيزې؛ خو په خبره يې په دې هېواد کې امنيتي وضعيت په ځېرکتيا سره څاري.

وسټ زياته کړې چې د طالبانو په رسميت پېژندنې لپاره پر يوه زماني قيد ولاړ چوکاټ نشته او په خبره يې تر اوسه طالبان نه دي توانېدلي چې د امريکا په شمول د نړۍ له لوري د رسميت پېژندنې لپاره وضعه شوي لازم شرايط پوره کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې له افغانستان سره د امريکا تعامل ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، د امريکا د ځانګړي استازي په توګه د افغانستان په قضيو کې به د امريکا ګټو ته لومړيتوب ورکوي او تر څنګ به يې له طالبانو سره د همدې ګټو په رڼا کې ډيپلوماسۍ ته دوام ورکړي.

وسټ دغه راز دا هم ويلي، په داسې حال کې دا مهال امريکا په افغانستان کې حضور نه لري او غوراوی نه شي کولی، نو افغانستان کولی شي چې له چين، روسيې، هند، پاکستان او د منځنۍ اسيا له نورو هېوادونو سره ښې اړيکې ولری.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...