د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جوبايډن له لوري د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ته نومول شوي قومندان، جنرال اېرېک کورېلا وايي چې د داعش خراسان څانګې د ځپلو په موخه دې له طالبانو سره همکاري وشي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي دا څرګندونې پرون سېشنبه ناوخته د (سلواغې په ۱۹مه) د سنا مجلس يوې استماعيه غونډې ته کړي دي. جنرال کورېلا ويلي، د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته له بل هر هېواد څخه په افغانستان کې د القاعده په شمول د داعش ډلې پر پټنځايونو بريدونه سخت کار دی؛ خو زياته کړې يې ده چې ناشونی کار نه دی.
دغه امريکايي جنرال داسې مهال د داعش ډلې د ځپلو په موخه له طالبانو سره د همکارۍ کولو خبره کوي، چې روانه اوونۍ د امريکا بهرنيو چارو وزارت د داعش خراسان ډلې مشر ثناالله غفاري پر سر ۱۰ ميليونه ډالر جايزه اعلان کړه.