د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت پر هغه راپور نيوکه کړې، چې د تخليې عملياتو پرمهال يې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې پر ملکي افغانانو د شوي ځانمرګي بريد په اړه خپور کړی.
د دغه سازمان د اسيا برخې مرستيالې پاټريشيا ګاسمن په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، امريکا د خپلو بريدونو پرمهال لومړۍ ملکيان وژني او له دې وروسته يې په اړه څېړنې کوي. د ګاسمن په خبره د يادو څېړنو په پايله کې بيا هېڅوک د وژنو په اړه د مسوول په توګه نه په ګوته کېږي.
نوموړې چې د ملکيانو خونديتوب په اړه د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټين له ژمنې هرکلی کړی؛ خو ويلي يې دي چې پېښو ته په پام سره يوازې ژمنه کول بسنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاع وزارت د تېرې جمعې په ورځ د (سلواغې په ۱۵مه) د کابل پر هوايي ډګر د شوي ځانمرګي بريد په اړه راپور خپور کړ.
په دې راپور کې ويل شوي، چې د ياد ځانمرګي بريد مخنيوی ممکن نه و او هېڅ داسې اسناد نه دي ترلاسه شوي، څو وښيي چې طالبانو د ياد بريد په اړه له وړاندې مالومات درلودل.
په دې ځانمرګی بريد کې چې د وږي په ۴مه شوی، د ۱۳ امريکايي سرتېرو په شمول شاوخوا ۱۷۰ تنو ژوند بايلود.