Home » افغانستان » روغتیا وزارت: ‏افغانستان کې ۱۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي
رویداد خبري آژنس

روغتیا وزارت: ‏افغانستان کې ۱۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کرونا ويروس له خپريدو راهيسې هیواد کې لس میلیونه کسان په کرونا ویروس  اخته شوي دي.


د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني نن چهارشنبه د اګیسټ ۵ (د زمري۱۵) په کابل کې یوې خبري ناستې  ته وویل چې کرونا وبا د افغانستان د نفوس درېیمه برخه نیولې چې زیاتره یې ډیر عمر لرونکي خلک او کم عمره ماشومان دي.


د عثماني په خبره تر اتلس کلونو پورته ۵۷ سلنه وګړي په کرونا اخته شوي چې  ۴۶،۴ سلنه ماشومان کرونا ویروس له امله متاثر شوي.


روغتيا وزارت وایي چې ممکن راتلونکو دوو اونيوکې پرکرونا د اخته کيدو کچه لوړه شي.
دغه وزارت له خلکو غوښتي چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...