Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: نړيواله ټولنه دې طالبان د بشري حقونو له نقضولو منعه او حساب دې ورسره وکړي

بښنې نړيوال سازمان: نړيواله ټولنه دې طالبان د بشري حقونو له نقضولو منعه او حساب دې ورسره وکړي

د بښنې نړيوال سازمان تازه نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۱۲مه) ويلي، که څه هم د ناورې په پلازمېنه اوسلو کې طالب استازو د ځينو هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې پر بشري وضعيت خبرې کړې؛ خو لا هم دا ډله په افغانستان کې خبريالان، لاريون کوونکي او د بشري حقونو مدافعان نيسي او بنديانوي يې.

دې سازمان په خپل ټوېټر کې د اريانا نيوز ټلوېزيون دوو خبريالانو اسلم حجاب او وارث حسرت نيول کېدو ته چې پرون دوشنبه د سلامي امارت ځواکونو له لوري نيول شوي، اشاره کړې او غوښتنه يې کړې چې ياد نيول شوي خبريالان بايد له شرط پرته ژر ازاد شي.

د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې چې په افغانستان کې د رسنيو پر ازادۍ ورته بريدونه، دغلته د بيان ازادۍ د حق پر وړاندې جدي خطر دی.

ياد سازمان دغه راز له نړيوالې ټولنې غوښتي څو پر طالبانو غږ وکړي چې د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي او په دې اړه له يادې ډلې سره حساب او کتاب وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...