Home » افغانستان » د کرکټ له ۱۹کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن د انګليستان لوبډلې پر وړاندې لوبېږي

د کرکټ له ۱۹کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن د انګليستان لوبډلې پر وړاندې لوبېږي

ټاکل شوې چې نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۱۲مه) د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د نړيوال جام د نيمه پايلوبې سياليو په لړ کې د انګليستان لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت ماښام مهال ۵نيمې بجې د انتيګا په سر ويو ريچارډ سټيډيوم کې پيل شي.

افغان لوبډلې په تېرو سياليو کې له زېمبابوې، پي اېن جي او سريلانکا څخه د لوبو په ګتلو سره، د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته لار ومونده او د انګليستان لوبډله بيا د کاناډا، بنګله‌دېش، عربي اماراتو او جنوبي افرېقا لوبډلو په ماتولو سره، نيمه پايلوبې ته تللې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...