Home » افغانستان » افغان حکومت د لبنان په بیروت کې د چاودنې په اړه خواشیني ښودلې ده
رویداد خبري آژانس

افغان حکومت د لبنان په بیروت کې د چاودنې په اړه خواشیني ښودلې ده

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي:”جمهوررئیس غني پر دغې خونړۍ پېښې او د هغې په مالي او ځاني زیانونو سخت خواشینی شو او هیله یې څرګنده کړه چې د لبنان حکومت او خلک دغه سخت او غمجن حالت مدیریت کړای شي او په بریالۍ توګه ورڅخه ووځي.”

په بیروت کې پرون سې شنبه د یوې زوروې چاودنې له امله ۷۸ تنه وژل شوي او نژدې ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ارګ هیله ښودلې چې د لبنان حکومت او خلک د چاودنې له امله رامنځته شوی حالت مدیریت کړي او په بریالي توګه ورڅخه ووزي.

د یاد هیواد چارواکي ویلي چې چاودنه ډيره زوروه وه چې له امله ګڼ مالي تاوانونه هم رامنځته شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...