Home » افغانستان » سور صليب: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ۳۰ سلنه نور هم زيات شوی

سور صليب: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ۳۰ سلنه نور هم زيات شوی

د سره صليب نړيوالې کميټې په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دغلته د نفوس نيمايي برخه لا هم بشري مرستو ته جدي اړتيا لري.

د يادې کميټې د افغانستان برخې نن پنج‌شنبه د (مرغومي په ۳۰مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، د تېر کال په پرتله سږکال په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۳۰ سنله نور هم زيات شوی دی.

په ټوېټ کې زياته شوې، چې د نورو بنسټونو ترڅنګ دامهال د سره صليب نړيواله کمېټه هم په افغانستان کې له بشري ناسم وضعيت سره پر مبارز بوخته ده. د سره صليب په باور، کله چې هم بحران پېښېږي، نو زيان منونکي ترې نور هم په سخته توګه زيانمنېږي او په خبره يې افغانستان هم له دې چارې مستثنا نه دی.

په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د سره صليب نړيوالې کميټې دا څرګندونې داسې مهال دي چې پر بهرنيو نسبي مرستو سربېره هم په افغانستان کې بشري وضعيت نه دی مهار شوی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...